زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/08/17 - 04:06:3
زيارة: 230
مشاركة مع الـأصدقاء

د دیموکراتانو کاندیدې کاملا هریس یوه افغان خپله سلاکاره وګومارله
 د دیموکراتانو کاندیدې کاملا هریس یوه افغان خپله سلاکاره وګومارله

انصار: (د زمری ۲۷ مه)، د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې د دیموکراتانو د کاندیدې کاملا هریس کمپاین، افغان الاصله امریکایي وکیله نسرین بارکزۍ د امریکا د مسلمانو او عربي ټولنو لپاره سلاکاره ګومارلې ده.

اغلې بارکزۍ تر دې مخکې د امریکا د مرستیال ولسمشرې کاملاهریس د سلاکارې په توګه دنده ترسره کړې ده.

این بي سي نیوز تلویزیوني چاینل د هریس د کمپاین له قوله ویلي چې نسرین بارکزۍ له ۲۰۲۱ کال څخه د روان کال تر جولای میاشتې پورې د متحدوایالتونو د مرستیال ولسمشرې کاملا هریس په دفتر کې د مسلمانانو، عربو، د غزې د جګړې، د امیندوارۍ د حقونو، رایې ورکولو او ډیموکراسۍ په چارو کې د سیاسي سلاکارې په توګه کار کړی دی.

د هریس د کمپاین چارواکو ویلي چې بارکزۍ به د کاملا هریس په کمپاین کې ورته مسوولیت په غاړه واخلي.

د کاملا هریس د کمپاین د دې افغان الاصله سلاکارې تر ټولو مهمه دنده به دا وي چې له مسلمانو ټولنو، په ځانګړې توګه له عربو امریکایانو سره خبرې او مشورې وکړي او د هریس کمپاین ته د هغوی ملاتړ راجلب کړي.

بارکزۍ وايي، زه ویاړم چې له مرستیال ولسمشرې سره خپل کار ته دوام ورکوم او په دې ټاکنو کې به د ډیموکراسۍ او د اومیندوارۍ له حقونو څخه نیولې د مسلمانانو او عربو تر چارو پورې په پراخه کچه مهمو مسلو ته مشوره ورکړم.

نسرین بارکزی څوک ده؟

نسرین بارکزۍ په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د شوروي اتحاد د پوځ د یرغل په کال په کندهار ولایت کې زېږېدلې ده.

بارکزۍ (ګلامور) مجلې ته ویلي چې د هغې پلار او تره په هغه وخت کې بندیان وو او ورک شول. د دې راپور له مخې، هغه او کورنۍ یې وروسته پاکستان ته مهاجر شول چې د شوروي د سور پوځ له بمبارۍ څخه وژغورل شي.

په دې وخت کې نسرین بارکزۍ شاوخوا ۲ کلنه وه.

په پاکستان کې له درې کاله ژوند کولو وروسته، اغلې بارکزۍ په ۱۹۸۵ کال کې د کډوالو د بیا میشېدو د پروګرام په چوکاټ کې متحدوایالتونو ته مهاجره شوه او په ۲۰۰۵ کال کې د کلیفورنیا د برکلې پوهنتون د حقوقو له پوهنځي څخه فارغه شوه.

په ۲۰۲۱ کې د مرستیال ولسمشرې له دفتر سره تر یوځای کیدو دمخه او د کامالا هریس د سلاکارې په توګه تر کار کولو وړاندې هغې د امریکا د مدني ازادیو له اتحادیې سره د حقوقي متخصصې او د ملي امنیت د وکیلې په توګه کار کاوه.

هماغه مهال دې په افغانستان او عراق کې د ملکي تلفاتو د پروژې مشري کوله. د ال مانیټر خپرونې د راپور له مخې، بارکزۍ په ۲۰۰۸ کال کې په ګوانتانامو کې د بندیانو توقیف او د هغو قانوني پروسه غیرقانونې بللې وه.

نسرین بارکزۍ د عدالت د پرمختګ لپاره د اسیايي امریکایانو په اتحادیې کې د مدني حقونو او ملي امنیت د وکیلې په توګه کار کړی دی.

د ال مانیټر د راپور پر اساس، په داسې حال کې چې هغې له اتحادیې سره کار کاوه، د فلسطین پلوه محصلانو د لاریونونو دفاع یې کوله او د اسراییل پلوه یهودي محصلانو د فشار پر وړاندې د هغوی د دفاع مسووله وه.

د اسراییل جروزلم پوسټ ورځپاڼې ادعا کړې چې بارکزۍ په خپلو بیانونو او لیکنو کې په امریکایي پوهنتونونو کې د یهودو محصلانو د یهود دښمنۍ په اړه اندیښنې د یهودانو منظمه بدماشي بللې ده.

د جروزلم پوسټ ورځپاڼې له مخې، بارکزۍ د امریکا په پوهنتونونو کې د اسراییلي ضد څرګندونو په خاطر له امریکايي پوهنتونونو څخه د یهودو محصلانو د شکایت په ځواب کې ویلي و چې دا شکایتونه د فلسطین پلوه فعالیتونو د غلي کولو لپاره هڅه ده.

دې اسراییلي ورځپاڼې همداراز ویلي چې اغلې بارکزۍ یوه له هغو وکیلانو څخه وه چې د برکلې پوهنتون په ګډون د کلیفورنیا په دریو پوهنتونونو کې یې د یهودو محصلانو د شکایت او دوسیې مخه نیولې ده.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33016






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم